کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د جامعه جهانی څخه د ۵۵۰ میلیونو دالرو مرستی غوښتونکی سو

3 دلو 1395 ساعت 11:10

داکتر عبدالله؛ د ملی وحدت اجراییه رئیس، په ۲۰۱۷ کال کی د اړو خلګو غوښتنی ته د رسیدګۍ لپاره د جامعه جهانی څخه د ۵۵۰ میلیونو دالرو غوښتونکی سو.


د آوا غږ(آژانس) د خبر له مخی، داکتر عبدالله؛ نن په هغه ناسته کی چی په کابل کی د سازمان ملل د بشردوستانه مرستو لپاره رامنځته سوی وه، وویل: په ۲۰۱۶ کال کی جامعه جهانی د بشردوستانه مرستو لپاره افغانستان ته اختصاص ورکړی وو خو سږ کال موږ ډیرو مرستو ته اړتیا لرو.

هغه وویل: په ۲۰۱۶ کال کی د ۳.۲ میلیونو څخه ډیر وګړی د جامعه جهانی د مرستو څخه برخمن سوی دی او دهیله مندتوب ابراز یی وکړ چی جامعه جهانی د افغانستان د ملی وحدت حکومت غوښتنو ته د ۲۰۱۷ کال لپاره مثبت ځواب ورکړی.

اجراییه رئیس اظهار درلودی؛ په ۲۰۱۶ کال کی افغانستان په ډیر بی سابقی ډول سره ددی شاهد دی چی مهاجرین او بی ځایه شوی بیرته راګرځیدلی دی.

عبدالله وویل: سږ کال ډیرو مرستو ته اړتیا لرو او د جنګ دوام، د مهاجرانو بیرته راګرځیدنه او داخلی بی کورونه وګړی ددی باعث سوی دی چی بشردوستانه مرستو ته اړتیا پیدا کړو.

اجراییه رئیس همدارنګه د امنیتی ځواکونو څخه وغوښتل چی د جنګ قانون مراعت کړی او د مکاتب، روغتونونو او عمومی اماکنو څخه د سنګر په توګه ګټه وانخلی.

مارک باودن د سازمان ملل متحد د بشری مرستو هماهنګ کوونکی په افغانستان کی هم وویل: افغانستان سږ کال د ډیرو چالشونو سره مخ دی او ډیرو مرستو ته هم اړتیا لری.

هغه وویل: په ۲۰۱۶ کال کی د ۷۰۰ زرو څخه ډیر مهاجر خپل هیواد ته راوګرځیدل او دا حساب به په ۲۰۱۷ کی ډیر وی.

عبدالله ټینګار وکړ ښځی او کوچنیان په جنګونو او منازعاتو کی د نورو څخه ډیر زیان وینی. سازمان ملل ویلی دی چی ۹.۳ میلیونه تنه د افغانستان د خلګو څخه چی د هیواد یو پردریمه برخه جوړوی، په ۲۰۱۷ کال کی بشری مرستو ته به اړتیا ولری.


د مطلب کود: 136991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136991/افغانستان-د-جامعه-جهانی-څخه-۵۵۰-میلیونو-دالرو-مرستی-غوښتونکی-سو

آوا
  https://www.avapress.com