په سرپل ولایت کې ۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي، ویل کېږي چې دې کسانو د یاد ولایت په کوهستاناتو کې ترهګریزې کړنې کولې.
په سرپل کې د سولې له بهیر سره د ۸ وسلهوالو یوځای کېدل
5 دلو 1395 ساعت 9:24
په سرپل ولایت کې ۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي، ویل کېږي چې دې کسانو د یاد ولایت په کوهستاناتو کې ترهګریزې کړنې کولې.
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
د سرپل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې ۸ تنه وسلهوال مخالین تېره ورځ(یکشنبه د سلواغې ۳مه) د دې ولایت په مرکز کې د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ سرپرست، سمونوال عنایتالله حبیبي څرګندوي چې یادو کسانو د کوهستاناتو ولسوالۍ لپاره طالبانو لخوا نومول شوي ولسوال، قاري احمدي ته کار کاوه.
نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې او د افغان ځواکونو پر وړاند جنګېدل.
کوهستانات د سرپل ولایت له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې تل پر افغان ځواکونو د بریدونو راپورونه ترې خپرېږي.
د مطلب کود: 137108