کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس کې یوې جلۍ ځان وژنه وکړه

6 دلو 1395 ساعت 0:22

د پولیس ولایت پولیسو نن(سې‎شنبې د دلو۵مه) ویلي دي هغه جلۍ چې په بدل کې ورکول کېده، له دې پرېکړه سره یې په غبرګون کې ځان‎وژنه کړې ده.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د بادغیس پولیس وايي، په دې ولایت کې یوې جلۍ ځکه ځان ځندی کړی چې کورنۍ یې غوښتل هغه په بدل کې ورکړي، د دې پېښې په تور د جلۍ نیکه، نیا او دوه ترونه نیول شوي دي

پولیس زیاتوي چې یاده جلۍ ۱۶ کلنه وه او کورنۍ یې غوښتل چې هغه په بدل کې ورکړي.

پولیسو د دې نجلۍ پلار، نیا او دوه ترونه نیولي دي او په دې برخه کې پلټنې روانې دي.

د بادغیس د ښځو مشره زرغونه شیرزاد وایي چې قرباني نجلۍ نسیمه نومیده او د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د لنګر شریف کلي اوسیدونکې وه.

چارواکي وړاندې وايي د نسیمې ترونو غوښتل د هغې نکاح له یوه کس سره وکړي او خپلو زامنو ته ښځې وکړي.


د مطلب کود: 137162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137162/بادغیس-کې-یوې-جلۍ-ځان-وژنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com