دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 137186
فراه والی ته لاریونکوونکی، د قندهار لویه لاره وتړله
د محمد آصف ننګ د فراه والی په وړاندی د لاریونو په ادامه کی، نن ځینی خلګ د هرات-قندهار لویه لاره وتړله.
د افغان غږ افغان غږ خبری آژانس(آژانس) په خبرګزاری سره، د فراه والی محمد آصف ننګ په وړاندی لاریونونه، نن د هرات او قندهار لویه لاره وتړله.

لاریون کوونکی دا اعتقاد لری ترڅو چی ښاغلی ننګ د فراه ولایت د والیتوب مقام څخه برکناره نه سی، هغوی دا لاره د ترافیک په وړاندی به خلاص نه کړی.

د هغوی په وینا، د فراه والی ددی ولایت د بیا جوړونی په برخه کی هیڅ اقدام نه ترسره کړی.

لاریون کوونکی د ښاغلی ننګ د چلند څخه ددی ولایت د مشرانو سره، ناراضه دی او وایی: هغه د هغوی په وړاندی سپکاوۍ کړی دی.

لاریون کوونکی همدارنګه باور لری چی د فراه ولایت ګمرکی عایدات او ادارو لاسته راوړنی ددی ولایت د بیاجوړونی لپاره نه دی مصرف سوی.

وطن ۲۴ ولیکل: لاریون کوونکی وایی: دولت باید ښاغلی ننګ د فراه ولایت څخه تبدیل کړی، ددی کار د نه کیدو په صورت کی به لاریون کوونکی خپل کار ته ادامه ورکړی او همدارنګه د لارو بندولو ته به ادامه ورکړی.
https://avapress.com/vdcbwzb80rhbf8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته