کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې عالي شورا :

وسلوال طالبان به تر هغې د سولي خبروته حاضر نه شي څو چې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي

9 دلو 1395 ساعت 9:30

داسي ویل کیږي چې د سولي عالي شورا له وسله والو طالبانو سره اړیکي نه لري او په دې ورستیو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري په ټپه و لاړي دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د سولي عالي شورا غړی محمد اسعمیل قاسمیار وایې، چې وسلوال طالبان به تر هغې له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته حاضر نه شي تر څو چې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.
خو د سولي شورا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شته والې د وسلوالو طالبانو له لوري د جګړې دوام سره پورې تړلې بولي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی مولوي تره خېل د سولي شورا او طالبانو تر منځ د سولي خبرو په ټپه درېدل د نظام دننه د سولې له بهیر سره د یو شمېر کړیو مخالفت ته ګوته نیسي.
په همدې حال کې د سولي عالي شورا ټینګار کوي چې که وسلوال طالبان په هر وخت او هر ځای کې بین الافغاني خبرو ته حاضرشي د سولي عالي شورا یې هر کلی کوی.


د مطلب کود: 137298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137298/وسلوال-طالبان-تر-هغې-د-سولي-خبروته-حاضر-نه-شي-څو-چې-بهرنې-ځواکونه-له-افغانستان-څخه-وتلي-وي

آوا
  https://www.avapress.com