په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې کابو ۴۹ تنه ترهګر وژل شوي دي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۴۹ ترهګرو وژل کېدل
11 دلو 1395 ساعت 9:11
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې کابو ۴۹ تنه ترهګر وژل شوي دي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۴۹ وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد شمېر وسلهوال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د ترهګرو یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
افغان ځواکونو ته د زیان رسېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د مطلب کود: 137390