دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 137495
اروپايي ټولني د کرنې له وزارت سره ۲.۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپايي ټولنې د کرنې او مالداري له وزارت سره د دوه میلیونو زیاتو یورو په ارزښت مرسته وکړه.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : دغه تړون دسه شنبه په ورځ د کرنې او مالدارۍ وزارت، د خوړو د نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې داستازو ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به د خوړو د نړیوال سازمان او د کرنې او مالداري وزارت له خوا د هېواد په کچه د کرنیزو اقتصادي زونونو په مشخصولو ولګول شي.
د کرني او مالداري وزارت وايي، په دې پیسو سره به پرمختللي کرنیز وسایل هم وپیري.
اسدالله ضمیر د کرنې او مالداري وزیر وویل: “مونږه هڅه کوو چې په دې سره دهېواد په کچه کرنیز او اقتصادي زونونه مشخص کړواو هڅه کوو چې کرنه له سنتي حالت څخه وژغورو”.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان او داروپايي ټولني استازی وايي چې په افغانستان کې د کرني په برخه کې لوړ ظرفیت شتون لري او باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره کار وشي. دغه پروژه به په دریو کلونو کې ګټي اخستني ته وسپارل شي.
ښاغلی افای تومیوشیچري په کابل کې دملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان رییس وویل:”کرنه د اقتصادي پراختیا اصلي لامل دي چې افغانستان په دې برخه کې لوړ ظرفیت لري باید له دې څخه سمه استفاده وشي او دافغانستان کرنه باید له سنتي حالت څخه وایستل شي”.
موریزوکلین په کابل کې داروپايي ټولنې استازی زیاته کړه: “دغه مرستې دافغانستان دحکومت او د کرني او مالدارۍ وزارت په غوښتنه تر سره شوي. اروپايي ټولنه به د افغانستان دکرني له بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي”.
په کابل کې د اروپايي ټولني استازی وايي چې افغانستان د کرني په برخه کې زیات ظرفیت لري خو بیا هم واردوونکی هیواد دی . دوي وايي چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د کرنیزو پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې خپلوهمکاریو ته نور هم دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdceof8znjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته