کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه خاک‎سفید ولسوال وژل کیدنه

20 دلو 1395 ساعت 9:31

د فراه ولایت د پولیسو ویاند، اقبال باهر وايي چې پېښه پرون سهار(سې‎شنبې، ۱۳۹۵ د سلواغې ۱۹مه) رامنځته شوې ده، او ښاغلی خالق د ریموټ کنټرول ماین چاودنې له امله وژل شوی.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : په فراه ولایت کې د ماین چاودنې له امله د یاد ولایت خاک‎سفید ولسوال، عبدالخالق خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فراه ولایت د پولیسو ویاند، اقبال باهر وايي چې پېښه پرون سهار(سې‎شنبې، ۱۳۹۵ د سلواغې ۱۹مه) رامنځته شوې ده.
دی د پېښې څرنګوالي په اړه زیاتوي، کله چې ښاغلی عبدالخالق د سهار لمانځه څخه د کور پر لور روان وو، د ریموټ‎کنټرول ماین پرې چاودلی.
د برید مسوؤلیت په اړه کومې ډلې او چا څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 137819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137819/د-فراه-خاک-سفید-ولسوال-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com