کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د واورو له امله زیانمنو شویو سره ایران مرسته کوي

20 دلو 1395 ساعت 9:36

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هېواد به یې په افغانستان کې د وروستیو واورو له امله د زیانمنو شویو کسانو سره مرستې وکړي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : ایران په افغانستان کې د د واورو اورېدو او ښویدو له امله زیانمنو شویو کسانو سره بشرپاله مرستې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام غوثي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او زیاتوي چې له دې زیانمنو سره به د دې هېواد له خوا بشرپاله مرستې وکړي.
ایران دوه کاله وړاندې هم په پنجشیر ولایت کې د سختو وارو اورښت او د واورو ښویدو له امله زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې وې.


د مطلب کود: 137820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137820/د-واورو-له-امله-زیانمنو-شویو-سره-ایران-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com