کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهارک ولسوالۍ ته دطالبانو نومول شوى ولسوال ټپي شو

21 دلو 1395 ساعت 5:16

دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دجګړې له امله يو ډار اچوونکى ووژل شو.

او ددغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ټپي شو.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : دبدخشان ولايت دبهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دجګړې په بهيرکې دبهارک ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ډاکتر فضل الله ټپي شو او دغه راز دفارياب ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ دشوپاخته په کلي کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې يو ډار اچوونکى طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخی دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ داغز کي او د تريلى په کليو کې دشاهين-٢٦ چاڼيزو عملياتو په دوام دغه سيمې پاکې او درې ميله وسلې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز د روزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار او د دهراود دولسوالۍ په مربوطاتو او دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې ٢٥ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.


د مطلب کود: 137885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137885/بهارک-ولسوالۍ-ته-دطالبانو-نومول-شوى-ولسوال-ټپي-شو

آوا
  https://www.avapress.com