کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوو بېلابېلو عملیاتو کې 56 ماینونه ونيول شول

21 دلو 1395 ساعت 5:24

تېره شپه د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند د کله کوټ په سیمه کې د پرسونل ضد ۵۴ ماینونه نيولي دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل دسولې دښمانانو غوښتل چې دغه ماينونه مرکز مهترلام ښاراو نورو ولسوالیو ته ولېږدوي او په تروریستي فعاليتونو کې يې وکاروي، چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا ونيول شول.
دی زياته کړه چې په اړوند يې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.
دغه راز د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په فرمانخیلو سیمه کې دوه بوشکه یي ماینونه چې د مخالفینو له خوا پټ کړل شوي وو او غوښتل یې چې په دغه سیمه کې د کابل جلال اباد لویه لاره پرې خرابه او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له خو کشف او شنډ کړی شول.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیتي ځواکونو د دغو لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ ټولو امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو په موخه پر وخت ګړندي اقدامات وکړي او پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډ وډ او بې ګناه انسانان د تروریستانو د شومو پلانونو ښکار شي.


د مطلب کود: 137888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137888/په-دوو-بېلابېلو-عملیاتو-کې-56-ماینونه-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com