په هلمند کې په یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پایله کې د دغې کورنۍ ټول ۱۱تنه غړي وژل شوي دي.
په هلمند کې د ۳ ښځو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي
23 دلو 1395 ساعت 7:21
په هلمند کې په یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پایله کې د دغې کورنۍ ټول ۱۱تنه غړي وژل شوي دي.
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي چې دغه پېښه د سنګین ولسوالۍ د ماتې لنګې په سیمه کې چې د طالبانو په واکمنۍ کې ده،د پنجشنبې په شپه رامنځته شوې ده.
په دغې پېښه کې درې ښځو او ۸ سړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاتوي چې تراوسه روښانه نه ده چې دغه توغندی د ترهګرو له خوا او یا که د دولتي ځواکونو له خوا او یا هم د بهرنیو ځواکونو د الوتکو له خوا توغول شوی دی.
په همدې حال کې د میوند ۲۱۵ قول اردو ژمنه کړې چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیلوي.
د مطلب کود: 137970