د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
په دغه ورکشاپ کې د هېواد روزنکي په عملي او نظري توګه د یوې میاشتې لپاره د اسیا د فوټبال د کنفډراسیون د ښوونکو له خوا روزنه ویني.
د هېواد د فوټبال د فډراسیون رییس کرام الدین کریم په دې اړه وايي:«زما یوه هیله دا ده چې موږ وکړای شو چې د اسیا د فوټبال په کنفډراسیون کې د لومړۍ درجې په ټولګیو کې روزونکي ولرو او اوس دغه هیله تر لاسه شوې.دغه په خپله کولای شي چې زموږ د فوټبال د حرفهيي کېدو پرمختګ وي.»
د اسیا د فوټبال د کنفډراسیون ښوونکی نادر عربي وویل:«د اسیا د فوټبال د کنفډراسیون د لومړۍ درجې سند د روزونکو لپاره تر ټولو ستر سند دی او له دغه ورکشاپ څخه وروسته حرفهيي روزنه ده چې له دغه سند سره د افغانستان روزونکي کولای شي د حرفهيي روزونکو په ورکشاپ کې هم ګډون وکړي.»
د دغه ورکشاپ په پای او له ازموینې وروسته غوره څېرو ته د اسیا د کنفډراسیون د لومړۍ درجې روزونکي ستاینلیک به ورکړل شي.
له هرات ولایت څخه د توپان هریرود روزونکی معین حامدي په دې اړه زیاته کړه:«دغه ورکشاپ دا را زده کوي چې د هېواد د کلپي لوبډلې څه ډول په لوړو کچو لوبه وکړي.موږ په دغه ورکشاپ کې د روزنې له نویو طریقو څخه به خبر شوو.»
له دې وړاندې،یوسف کارګر او طاهر رووفي توانېدلي چې د اسیا د فوټبال له کنفډراسیون څخه د لومړۍ درجې روزونکو ستاینلیکونه تر لاسه کړي