دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۶
د مطلب کود : 138024
جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو نهو ساتونکیو د نیولو مخنیوی کړی
د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۹ ساتونکي د لویې څارنوالۍ په امر د احمدایشچي له ادعا سره سم باید د پولیسو لخوا نیول شوي وای؛ خو دوستم یې د نیولو مخه نیولې ده.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : دوه میاشتې کیږي،چې د احمد ایشچي قضیه پیل شوې؛هغه قضیه،چې د نوموړي په وینا د جنرال دوستم او ساتونکیو لخوا پرې جنسي ځورونه شوې ده.
ښاغلی ایشچي وایي، که څه هم د لویې څارنوالۍ له حکم دیارلس ورځې تېرې شوي؛خو د کورنیو چارو وزارت نه دی توانیدلی،چې دا کسان ونیسي.
درې اوونۍ وړاندې لویې څارنوالی د احمد ایشچي له ادعا سره سم د دوستم د نهو ساتونکیو د نیولو امر وکړ؛ خو امریکایي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې:
دوستم نه پریږدي، چېساتونکي یې د پولیسو لخوا ونیول شي.
دوستم دغه راز دکابل ښارپه یوهمهمې غونډۍ کې پوسته نیولې،چې دا چاره د دولت او د دوستم تر منځ د کړکیچونو د زیاتوالي ښودونکې ده.
ورځپانې په ډاګه کړې،چې دوستم اوس د سلګونهساتونکو لخوا په کابل کې ساتل کیږي،چې ښایي د ساتونکیو شمېر یې اووه سوه څخه تر زر کسانو وي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي سخت اندېښمن دی،چې ولې دوستم تر اوسه نیول شوی نه دی.
وال ستریت ژورنال داهم په ډاګه کړې، چې د دوستم ملیشو د وزیر اکبر خان په غونډۍ کې دوه ډاډمنې دفاعي پوستې هم نیولې دي.
په دې اړه لویې څارنوالۍ، د کابل امنیه قومندانۍ، د دوستم ویاند، کورنیو چارو وزارت او نورو اړوند مسوولینو تر دې دمه چپتیا غوره ګڼلې ده.
https://avapress.com/vdcdxj0foyt0sz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته