دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۱۷
د مطلب کود : 138145
نیکولسن: د پاکستان طالبان د داعش تر بیرغ لاندی په افغانستان کی جنګیږی
جنرال جان نیکولسن، د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان په افغانستان کی ویلی دی چی د داعش تروریستی ډلی لویه برخه په افغانستان کی د پاکستان تحریک طالبان تشکیلوی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال نیکولسن همدارنګه ویلی دی: د پاکستان طالبان د داعش تر بیرغ لاندی د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کی پراخ حضور لری او داعش نظامی تجهیزوی.
د ښاغلی نیکولسن په وینا، د پاکستان طالبانو تحریک خپل تروریستان د پاکستان- افغانستان مرزونو څخه تیروی او د داعشی په عنوان د ننګرهار په ولایت کی مستقروی.
د هیواد داخلی چارو وزارت و ۱ تلویزیون ته ویلی دی چی د ښاغلی نیکولسن آزموینی ددی وزارت د څیړنو سره یوشان دی.
صدیق صدیقی، د داخلی چارو ویاند وویل: موږ ډیر زیان د هغه امن پناهګاه څخه وینو چی په پاکستان کی هراس افګنان لری. د طالبانو، القاعده، داعش او هراس افګنی فعالیت په پاکستان کی، د افغانستان لپاره اصلی مشکل دی.
د ښاغلی صدیقی په وینا، پاکستان باید دی ډلو ته متوجه وی او پرینږدی د خاوری څخه یی د منطقی د ناامنولو لپاره ګټه واخیستل سی.
له بلی خوا د افغانستان ځینی نظامی پوهان په دی باور دی چی هراس افګنی ډلی په افغانستان کی فعالیت لری، د پاکستان له خوا ملاتړ یی کیږی.
عتیق الله امرخیل، د نظامی چارو پوه وویل: طالبان، حقانی شبکه، داعش او نور ډلی په افغانستان کی جنګیږی د پاکستان له لوری اداره او د یو دریم جبهی په توګه ګټه ځینی اخیستل کیږی ترڅو په افغانستان کی وجنګیږی او هغه ناامنه کړی.
څو میاشتی مخکی محمد حنیف اتمر، د افغانستان ملی امنیت مشاور ویلی وو چی د داعش ډلی ۸۰ سلنه د هیواد په ختیځ کی د پاکستان اوسیدونکی دی.
ددی نه مخکی جنرال نیکولسن د هراس افګن ډلو آزادی لکه حقانی شبکی دا په پاکستان کی او دهغوی امن ځایونو شتون هلته د افغانستان د بی ثباتی او جنګ اصلی لاملونه دی.
د داعش تروریستی ډله تقریبآ دوه کاله مخکی په افغانستان کی د خراسان اسلامی دولت د شاخو په نوم د رامنځته کیدو اعلان یی وکړ. ددی ډلی اصلی مرکز عراق او سوریه دی.
https://avapress.com/vdchk6nzm23nxzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته