د هلمند-کندهار په لویه لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي او څه ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند–کندهار په لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي
29 دلو 1395 ساعت 20:55
د هلمند-کندهار په لویه لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي او څه ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۴۰۳ ډوله موټر له واټ څخه واوښت.
کهڅه هم هغه د وژل شویو او ټپيان شویو د کره شمېر په اړه څه نه وايي،خو یو سرچینه وویل چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان شوي دي.
د مطلب کود: 138256