د دیورند کرښې له هغې غاړې د ننګرهار پر سرحدي ولسوالۍ لعلپورې له سهار راهیسې سلګونه توغندي توغول شوي دي.
د ننګرهار پر سرحدي ولسوالۍ لعلپورې توغندي توغول شوي
29 دلو 1395 ساعت 21:46
د دیورند کرښې له هغې غاړې د ننګرهار پر سرحدي ولسوالۍ لعلپورې له سهار راهیسې سلګونه توغندي توغول شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،
د سیمې خلکو او رسمي سرچینو په ډاګه کړې، چې تر دې دمه دوه ماشومان ټپیان او شاوخوا سل کورنۍ امن سیمو ته کډه شوې دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته څرګنده کړې، چې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه بې ځايه شویو کورنيو ته د مرستو رسولو په اړه بېړنۍ ناسته شوې, چې زيانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسيږي .
د مطلب کود: 138263