کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرحدونو او قبایلو چارو وزارت:

د تورخم بندر تړل نامنیو ته لمن وهي

30 دلو 1395 ساعت 9:45

افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر ترل ناامنیو ته لمن وهل وبلل.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر د تړلو په غبرګون کې وايي چې دغه اقدام نه یوازې دا چې د ثبات په ټینګښت مرسته کوي بلکې د نا امنیو سبب هم کیدای شي.
دا وزارت وايي چې پاکستان څو ځلي دا ډول هڅې کړي خو نتیجه یې نه‎ده ورکړې او خلک یې پر وړاندې دریدلي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال وویل، که پاکستان غواړي په زور د یو قوم چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پروت دی د تګ-راتګ مخه ونیسي نو پایلې به یې خطرناکه وي.
نوموړی له پاکستانه غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته دغه لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړي.


د مطلب کود: 138270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138270/د-تورخم-بندر-تړل-نامنیو-ته-لمن-وهي

آوا
  https://www.avapress.com