کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه ۲،۸ میلیارډو ډالرو ته رسېدلې

4 حوت 1395 ساعت 16:09

په ایران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور وایي چې اوسمهال افغانستان له ایران څخه په کال کې ۲،۸ ملیارد ډالرو په ارزښت توکي واردوي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي.
په ایران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور په وینا، که د ایران تیل په پام کې و نه نیول شي، نو افغانستان د ایراني توکو تر ټولو لوی وارد کوونکی هېواد دی.
اوس مهال افغانستان له ایران څخه ډیری لبنیات، د کور وسایل او نور خوراکي توکي واردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولانو نن سې‎شنبې(د کب په ۳ مه)اعلان وکړ چې د پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان د پولو ترمنځ سرحدي بندیزونو د هېواد پر اقتصاد او د توکو په بیه هېڅ اغېزه نه ده لرلې او د پاکستان کړنې به یوازې د هغه خپل اقتصاد ته زیان ورسوي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین وايي چې په دې کار سره پاکستان د هرې ورځې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا او افغانستان بازارونه له لاسه ورکوي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان په سوداګرۍ کې بې ثباتۍ ته په پام سره د پاکستاني کلدارو کارول په دغه راز وضعیت کې د هېواد په زیان ګڼي.


د مطلب کود: 138493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138493/افغانستان-ته-د-ایران-صادراتو-کچه-۲-۸-میلیارډو-ډالرو-رسېدلې

آوا
  https://www.avapress.com