کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشراشرف غني:

افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

10 حوت 1395 ساعت 8:51

افغان ولسمشر د پوځي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مراسمو کې وویل: افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي له هلاکت سره به مخ شي.


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني جرمي مافیايي کړۍ له ترهګرو ډلو سره په خوا کې د افغانستان په ناکراره کولو کې ښکېلې وبللې؛ خو ټينګار یې وکړ، چې افغان ځواکونه په دغو کړیو زورور دي. ولسمشر غني وايي، چې د افغان ځواکونو د وروستیو دوه کلونو سرښندنې به په تاریخ کې پر زرینو کرښو ثبت شي.
ده په ټولو افغانانو غږ وکړ چې د سولې او ثبات لپاره یو لاس شي. ده په کندز کې د طالبانو د نومول شوي والي ملا عبدالسلام وژنه د افغان ځواکونو لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې ملا عبدالسلام نور د افغانستان د شمال او شمال ختیځ لپاره ګواښ نه دی.
ولسمشر غني په دغو مراسمو کې د افغان سرتېرو سرښندنې او مبارزې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په وینو یې د هېواد د دفاعي سنګر پوخ کړی دی.
افغان ځواکونو له دوه زره څوارلسم کال راهیسې د جګړې دروند پیټي ته اوږه ورکړې ده. دوی ټينګار کوي چې د دښمنانو د ختمولو لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم په دغو مراسمو کې په ډاګه کړه؛ څرنګه، چې افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لري او د ۵ زره نورو کلونو لپاره به هم پاتې شي.
یو سرتېري هم د غونډې برخوالو ته څرګنده کړه، چې مونږ په هرراز حالاتو کې د هېواد ساتنې او ژغورنې ته تیار یو او چا ته به اجازه ورنکړو، چې پر خاوره مو تېری وکړي.
اوس د افغان امنیتي سرتېرو شمېر له درې سوه پنځوس زره اوړي او د هېواد په شل ولایتونو کې له سخت دریځو ډلو سره په جګړه کې ښکیل او له نړیوال هر اړخیز ملاتړه برخمن هم دی.
اته نوي کاله پخوا د امان الله خان په دوره کې د پوځي ښوونځي بنسټ کیښودل شو؛ خو له هغه را وروسته د پوځې او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم کومه ورځ په کلیزه کې نه وه راغلې. دا لومړی ځل دی، چې د کب نهمه د پوځي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم په کابل کې نمانځل کیږي.


د مطلب کود: 138714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138714/افغانستان-د-هیڅ-هېواد-لپاره-ګواښ-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com