دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 139127
پر روغتون برید له توندو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو
په کابل کې د سردارمحمد داوود خان په پوځي روغتون برید د افغان مشرانو او نړۍ له توندو غبرګونونو سره مخ شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ولسمشر اشرف غني له دغې پېښې څخه شېبه وروسته په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې دغه برید یې د افغانستان په ټولو خلکو برید وباله.
هغه دغه برید د دین او ټولو بشري قوانینو په خلاف وباله.
په همدې حال کې اجرائيه رییس عبدالله عبدالله وویل چې د دغه برید عاملان به هېڅکله ونه بښل شي.
له بلخوا پخواني ولسمشر حامدکرزي د محمد داوود خان برید د افغانستان د دښمنانو کار بولي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه پر روغتونونو برید د بشریت او بشردوستانه قوانینو په وړاندې ناوړه جنایت ګڼي.
له بلخوا د ناټو عمومي منشي پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید په غندلو سره ډاډ ورکوي چې ناټو به له ترهګرۍ سره په جګړه کې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په کابل کې د امریکا سفارت دا برید د انسانانو ژوند ته بې پامي ګڼي او وايي دا برید په هېڅ دین او مذهب کې توجیه نه‎لري.
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح دغه روغتون ته د ترهګرو رسېدل زړه بوږنونکی او د حکومت په تېره بیا امنیتي ادارو لپاره له شرمه ډک بولي او له حکومتي مشرانو غواړي لوړپوړي امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.
https://avapress.com/vdcir3azyt1apz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته