دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 139133
د سردارمحمد داود خان پروغتنون حمله کی ۳۰ کسانو وژل شوی دي
دچهارشنبه په ورځ د سردارمحمد داوود خان پرروغتون حمله کې اکثره مرګ ژوبلې ملکي خلکو ته اوښتې دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوؤل، اسماعیل کاووسي په دی اړه رسنیوته ویلی، چې یوازې وزیر محمد اکبر خان روغتون ته ۵۴ ټپیان او ۳ وژل شوي کسان له د پرون پریدڅخه وروړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې شاوخوا ۸۰ تنه ټپیان په څو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
سرچنیو وایی، ‎ ددغه برید کي د وژل شوېو کسانو شمېر تر ۳۰ زیات ښيي.
عیني شاهدان او د روغتون سرچینې هم وویل ،د چهار شنبه په ورځ د سهار شاوخوا ۹ بجې په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د شهید سردار محمد داود خان په څلور سوه بستریز روغتون ډلیز ځانمرګی برید وشو.
اسماعیل کاووسی ویلی، چې تروریستانو په دې نوم چې دا پوځي روغتون دی له یو مخې په ټولو ناروغانو ډزې وکړې خو اکثره قربانیان عام خلک دي:
دوی زیاتوي، چې لومړي ځانمرګي د روغتون په دروازه کې ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته څلور نور بریدګر روغتون ته د ننه شول.
په همدې حال کې ولسمشر غني د ښځو نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې پر روغتون برید وغانده او دا یې د افغانستان پر ټولو خلکو وباله.
https://avapress.com/vdcfm1dymw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته