کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داوود خان پر روغتون برید کې د دغه روغتون ډاکټر لاس درلود

22 حوت 1395 ساعت 10:58

د شاکر په نوم د سردار محمد داوود خان روغتون یوه ډاکټر په یاد روغتون کې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړې ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، یوه سرچینه وايي چې د شاکر په نوم د سردار محمد داوود خان روغتون یوه ډاکټر په یاد روغتون کې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په خپله دغه ډاکټر هم پر خلکو ډزې کړي خو اوس نوموړی ډاکټر نیول شوی دی.
اخوا د سردار محمد داوود خان روغتون یو شمېر ډاکټران چې د دغه برید په ټپيان کې دي وايي په بریدګرو کې د یوه کس څېره هغوی ته اشنا وه.
د ۴۰۰ بستریز پوځي روغتون یو تن ډاکټر چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه وویل:«دوه مېرمنې زما په مخکې ولاړې وې،دواړه یې وویشتې،زه وتښتېدم.همدا چې مخ یې را واړوه ما ته ښکاره شو توره ږیره یې لرله او داسې احساس مې کاوه چې دا مې له همده سپینوالي سره مخکې لیدلی دی.»
د سردار محمد داوود خان بل ډاکټر ذبیح الله وايي:«کوم موټر دننه کړي وي،د قراول له لارې هېڅوک نه‎شي کولای په کسیز ډول ننوځي.ځکه چې موږ د خپلو ناروغانو دلیدو لپاره د ورځې پنځه ځلې د قراول شاته تللو،کله چې بېرته راتلو،تلاشي کېدو.»
د سردار محمد داوود خان د روغتون یو تن ډاکټر چې نوم یې شاکر دی. په کندهار کې هم پوځي داکټر وو، خوله کندهاره دغه روغتون ته تبدیل شوی وه.
یوه سرچینه وايي چې دغه ډاکټر په دغه برید کې لاس درلود. دا سرچینه ټینګار کوي چې له چاودېدونکو توکو ټک موټر هم د دغه ډاکټر موټر وو.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي څرګنده کړه:«د ملي دفاع وزارت له استخباراتي ادارو څخه کره مالومات چې موږ او ځينو نورو ته رسېدلي،ښيي هغه کس چې د ۴۰۰ بستریز روغتون له بریدګرو سره په همکارۍ تورن دی،د ناشر په نوم یو ډاکټر دی خو د شاکر په نامه هم یادېږي.»
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیر وايي:«نه یې ردوو،خو ټینګار هم نه کوو،پرېږدی چې په خپله کمېسیون یې ووايي.»
ملي دفاع وزارت دغه روغتون ته د ترهګرو تګ څرنګه څېړي. خو تر اوسه د دغو څېړنو پایلې څه وې؟
ښاغلي وزیري زیاته کړه:«یو کمېسیون جوړ شوی چې د دغه کمېسیون په مشرتابه کې حنرال هلال‎ الدین هلال دی.زه فکر کوم چې دوی پرمختګ کړی دی.»
د سردار محمد داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون برید یو تر ټولو خونړی او پیچلی برید وو چې تر اوسه په افغانستان کې ترسره شوی دی.
دې پېښې ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنولې په دې برید کې ۵۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۰ ډېر ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 139249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139249/د-داوود-خان-پر-روغتون-برید-کې-دغه-ډاکټر-لاس-درلود

آوا
  https://www.avapress.com