دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 139416
د ۴۰۰ بستریزه روغتون حادثه د وظیفوی غفلت له امله رامنځه سوی ده
۲۴ تنه حتی تر جنرالی سطحه پوری د وظیفوی غفلت له امله مشکوک او نیول سوی دی.
د ریاست جمهوری له خوا توظیف سوی هیئت د ۴۰۰ بستریزه روغتون د برید پرڅرنګوالی باندی د څیړنی له پاره خپل نتایج د رسنیو سره شریک کړ.
جنرال هلال الدین، ددی هیئت رییس، پرون(چهارشنبه) په یو خبری ناسته کی، پر ۴۰۰ بستریزه روغتون باندی مخکی تر مخکی پلان سوی برنامی خبری رد کړ او وویل چی دا برید په یوه ورځ طرحه او په یوه ورځ ترسره سوی دی.
هغه وویل چی هیڅ شواهد شتون نه لری چی شکاره کړی چی دا برید مخکی تر مخکی پلان سوی وی.
هلال ټینګار وکړ چی د سردارداوود خان پر روغتون باندی برید دباندی طرحه ریزی سوی وو او هیڅ سند شتون نه لری چی ددی روغتون ډاکټران په دی برید کی لاس ولری.
هلال وویل چی هغه نقلیه وسیله چی په جعلی پلیت سره پنځه تروریستان انتقال سوی وو د محافظینو د وظیفوی غغلت له امله داخل سوی وو چی اوس د واسطی ماکل او غافلین تر څیړنو لاندی دی.
هغه اضافه کړه: د موجوده امکاناتو له مخی دا روغتون د ورځی تر ۴۰۰ پوری مراجعین د پارلمان د غړو په شتون لری، چی د هر مراجعه کوونکی څخه څیړنه مشکل کار دی او مهاجمان هم دهمدی خلاء په ګټه اخیستنی سره داخل سوی دی.
د ملی دفاع وزارت معین په استخباراتو او کشفی چارو کی په خپل نورو خبرو کی ددی حادثی تلفات ۵۰ تنه او د ټپیانو شمیر ۳۰ تنه اعلان کړ.
هغه وویل چی دا آمار تر ټولو شفاف دی او هیڅ توپیر پکی نسته.
ددی څخه مخکی ځینی د وژل شوو شمیر ۲۵۰ ویلی وو؛ هلال د هغوی آمار غلطه وبلله.
هلال همدارنګه وویل چی د روغتون امنیتی کامری شکاره کوی چی مهاجمان سلاح او لاسی بمونه هم درلود او د روغتون کارمندان د برچی په واسطه هم وژله.
هغه د څیړنو د ادامی څخه خبر ورکړ او وویل تر اوسه څیړنی روانی دی.
په دی وجود چی شواهد شکاره کوی چی مهاجمان د زنده باد طالبان خبری چیغی په روغتون کی کولی، هلال وایی چی تراوسه کوم شواهد شتون نه لری چی طالبان په دی حادثه کی لاس ولری.
د هلال د خبرو په اساس دا بریدونه د هیواد څخه دباندی طرحه ریزی کیږی او دباندی تروریستی ډلو ته امر کیږی چی مسؤلیت یی په غاړه واخلی.
هغه وویل: په دی روغتون کی د طالبانو ټپیان هم تر تداوی لاندی دی؛ خو هغوی د دباندی تللو اجازه نه لری او دهغوی د اتاقونو دروازی همیشه تړلی دی.
په داسی حال کی چی د سردار داوود خان روغتون حقیقت یابه کمیسیون خپل ابتدایی څیړنی رسنیو سره شریک کړ خو باورونه پردی دی چی دا کمیسیون ډیر حقایق پټ کړی دی.
په دی وجود سره چی کمیسیون اعلان کړی دی چی تجهیزات او کسان مخکی تر مخکی په روغتون کی ځای پر ځای سوی نه وو، خو د رسنیو تصویری ګزارشونه شکاره کوی چی د روغتون د ورودی دروازی په مخکی هیڅ ډول چاودنه صورت نه دی نیولی او ددی امکان نشته چی روغتون ته دومره کسان او تجهیزات داخل سوی وی.
https://avapress.com/vdcjvhevmuqetxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته