دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 139463
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د کروندګرو ټول حاصلات کوکنار دي
د بدخشان والي وایي، بدخشان کې ناامنیو د نشه یی توکو کر ته ډېره زمینه برابره کړې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، افغانستان اوس هم د نشه یي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی. که څه هم د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره ډېرې پیسې لګیدلي؛ خو له منځه نه ده تللې. ځینو لیرې پرتو ولسوالیو کې خلک له یوې مخې مخ کوکنار کري.
پولیس د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې له زغمه کار اخلي او له کوکنارو سره کار نه لري.
د بدخشان د خاش ولسوالۍ اوسیدونکی محمد علم وایي، پېنځه من د کرلو ځمکه لرم؛ کوکنار او چرس په کې کرم.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکی خاکیرا نومی وایي، یو د الله بنده راځي او اخلي یې؛ حکومت یو یا دوه لیکې ووهي، عسکر خپل خلک دي ډېر څه نه وایي.
امین الدین نومی د دې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی وایي، ۶ یا ۵ منه کرو؛ ۳۰- ۲۵ زره ګټه کوي، چې له غنمو درې برابره ډېره ده.
بدخشان یو له هغو ولایتونو دی، چې په کې د کوکنارو د کر تر څنګ له دې لارې د نشه یي توکو قاچاق هم کیږي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد وایي، د بدخشان په هغو سیمو کې ، چې ناامني ده او د دښمن تر ولکې لاندې دي؛ یو شمې ر خلک ترې ګټه اخلي او کوکنار کري او دا کر له ناامنیو سره تړلی دی.
په خاش ولسوالۍ کې پولیس هم تائیدوي، چې دغلته د کوکنارو کرکیږي؛ خو وایي، چې د کوکنارو کر دومره ډېر نه دی.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد نعیم همت وایي، خلک غریب دي؛ غنم او د اړتیا وړ نور توکي هم کري، تاریاک او چرس دومره نه دي لکه څومره یې، چې غږ پورته کیږي.
مخکې له دې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي وه، چې د بدخشان ارګو، درایم، تشکان او کشم ولسوالۍ له کوکنارو پاکې شوې دي؛ خو په ځینو سیمو لکه یمګان او وردوج ولسوالیو کې، چې طالبان حاکم دي، تر دې مهاله کوم اجراات نه دي شوي.
https://avapress.com/vdcb09b8frhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته