دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 139475
د مجلس نماینده لالی احمدزی شپنۍ جشن، د کابل د اوسیدونکو د سترګو څخه خوب له منځه یوړل
د کابل ځینی اوسیدونکی وایی چی تیر نیمه شپه محمد نعیم لالی احمدزی د نماینده ګانو په مجلس کی د قندهار نماینده، هوایی ټکانو باندی شروع کړی او د ۵۰۰۰ شاوخوا مرمی په هوا باندی فیر کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، حمید لالی کور د دارالامان عمومی جادی ته نږدی د کابل ښار په لویدیځ کی پروت دی هغه د تیری شپی په ۱۲ بجی او محافظان یی هوایی ټکان کړی دی.
په همدی حال کی د کابل پولیس ټینګار کړی دی چی محمد نعیم لالی حمیدزی د نمایندګانو مجلس غړی محافظانو سره تیر شپه نیم ساعت په شاوخوا هوایی ټکان کړی دی.
ویل کیږی چی د ۵۰۰۰ څخه ډیر مرمی د سپکو او نیمه دراندو سلاحو په واسطه توغول سوی دی.
د ځینو ګزارشونو په اساس حمید لالی د محافظانو سره د نشی په حالت کی وو او هیڅ امنیتی ځواکونو ته خپل کار کی د مداخلی اجازه نه دی ورکړی.
خودسرانه فیرونه په داسی منطقه کی صورت نیسی چی په سل متری کی یی د رئیس جمهور معاون کور، رسنیو، لوی علمی مرکزونه، پولیس مراکز او دولتی شخصیتونو منازل شتون لری.
ځینی ګزارشونه ددی څخه دی چی تیره شپه د حمید لالی په کور کی یو زوی پیدا سوی دی او خپل خوشیو لپاره د سلاحو څخه ګټه اخیستی دی او ټکانو باندی اقدام کړی دی.
https://avapress.com/vdcefo8znjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته