کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت اجرایی رئیس لیک د خبرنګارانو ورځی په مناسبت:

د خبرنګارانو او رسنیو نقش په هیواد کی امنیتی ځواکونو نقش څخه لږ نه دی

28 حوت 1395 ساعت 12:04

دکتور عبدالله عبدالله اجرایی رئیس د ملی وحدت د حکومت په نمایندګی د خبرنګارانو ورځ ټولو خبرنګارانو ته، ورځپاڼه لیکونکی او د افغانستان رسنیو ته مبارکی وویل او ټینګار وکړ چی د خبرنګارانو او رسنیو نقش په هیواد کی امنیتی ځواکونو څخه لږ نه دی.


د آوا د خبرګزاری له مخی، د حوت اوه ویشتمه د خبرنګارانو او رسنیو ټولنی په احترام سره، په افغانستان کی د خبرنګار د ورځی په نامه مسما سو.
په همدی حال کی د حکومت اجرایی رئیس وویل چی د رسنیو او خبرنګارانو نقش د هیواد ارزښتونو او ملی ګټو پاسداری او حراست کی، په هیڅ صورت سره د امنیتی ځواکونو او سرتیرو د نقش څخه لږ نه دی.
هغه ټینګار وکړ چی خبرنګاران او رسنۍ په پنځه لس کلونو کی د بیان آزادی پرځای کونی او نوی دیموکراتیک ارزښتونو تحقق، د خپل ځان څخه مایه ایښی او په دی لاره کی ډیر قربانی ورکړ.
هغه وویل چی د سوګمندانه تروریستان او دهشت افګنان همداسی چی په عمومی نهادونو کی عام قتل رامنځته کړی دی، پر خبرنګارانو او رسنیو باندی هم ترحم نه دی کړی او په تکرار ډول سره د هیواد خبرنګاران او رسنۍ ګواښ کړی تر څو د هغوی ګټه مند فعالیتونو په لاره کی ودریږی. خو رسنیزه نهادونه او شجاع خبرنګاران، بیله کوم بیره او ډار کار او فعالیت باندی بوخت دی.
ښاغلی عبدالله ویلی دی چی د هیواد خبرنګارانو او رسنیو نقش او ارزښت په ټولنیزه، کلتوریزه، زده کړیز او سیاسی پراختیا کی په ښه توګه ورباندی پوهیږو او په همدی دلیل، او په هیڅ دلیل سره د هیواد رسنیو او خبرنګارانو د تسهیلاتو په برابرولو کی به لنډوالی ونه کړو.
هغه اضافه کړی دی چی د ملی وحدت حکومت خپل ځان مکلف بولی چی رسنیو سره د اطلاعاتو په لاسرسی او همدارنګه رسنیو قانون تطبیق کی مرسته وکړی.
د حکومت اجرایی رئیس ټینګار وکړ چی زموږ په نظر، بیان آزادی او رسنۍ او دموکراتیک معامله ناپذیر دی او د ملی وحدت حکومت د خلګو دا لوی لاسته راوړنو څخه، په ټول توان سره ملاتړ کوی او دهغوی ملاتړ خپل وظیفه او مسوولیت ګڼی.


د مطلب کود: 139476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139476/د-خبرنګارانو-او-رسنیو-نقش-په-هیواد-کی-امنیتی-ځواکونو-څخه-لږ-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com