دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 139515
د سولې د هوکړې ماتول به ناوړه پایلې ولري
د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي خبرداری ورکوي، چې د سولې د هوکړې ماتول به ناوړه پایلې ولري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د سولې هوکړه لیک د حکمتیار د څرګندیدو لپاره مهم او ارتباطي پل بلل کیږي؛ خو د حزب اسلامي استازی وایي، چې حکومت په دې برخه کې ډېر پڅ عمل کړي دی.
د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي استازی امین کریم وایي؛ د هوکړه لیک ډېرې برخې نه دي پلې شوي او د زندانیانو د نه خلاصون او د حکمتیار لپاره د اوسیدو ځای نه ټاکل هغه موارد دي، چې کابل ته یې د حکمتیار راتګ ځنډولی دی.
امین کریم وایي؛ که حکومت ژمنه شوې طرحه پلې کړي، تر شپږ راتلونکیو میاشتو یه د افغانستان د جګړې پنځوس سلنه برخه غلې شي.
نوموړی باور لري، چې ځینې کړۍ د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ویني او د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کیدو مخه نیسي.
له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک د عملي کیدو کمیسیون رییس په دې اړه هر ډول ناغیړي ردوي.
د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک، چې شپږ میاشتې مخکې لاسلیک شوی او څه موده مخکې د ملګرو ملتونو سازمان له خپل تور نوملړ څخه د حکمتیار نوم وویست؛ خو تر اوسه امریکا او بریتانیا له دې حزب څخه بندیزونه نه دي لیرې کړي.
https://avapress.com/vdcjvheviuqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته