کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د ۱۰طالب وسله‎والو وژل کېدل

30 حوت 1395 ساعت 10:35

د پکتیا ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بې‎پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې ۱۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پکتیا والي وایي، زلمی ویسا څرګندوي چې دا برید د یاد ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هغه وخت وشو چې یوه ډله طالبان په یوه کور کې پټ شوي وو.
د نوموړي په وینا، په دې پيښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د ترهګرو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې له منځه تللي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 139547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139547/پکتیا-کې-د-۱۰طالب-وسله-والو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com