کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسی سوله په لاره کی دی؟

30 حوت 1395 ساعت 12:14


تواب غورزنګ؛ د ملی امنیت شورا ویاند وایی چی د حنیف اتمر او روسی سیال په کتنه کی په مسکو کی، روسیه په افغانستان کی د دولت محور سولی څخه ملاتړ کړی دی.
ښاغلی اتمر خپل فعالیت د شروع څخه راهیسی، تر اوسه دری ځلی د مسکو څخه کتنه کړی دی.
ښاغلی غورزنګ وویل چی روسیه د طالبانو څخه غوښتلی دی چی د افغانستان سولی روند ته د دری اصلو په اساس وارد سی: لومړۍ دا چی دسولی مشری د افغانستان دولت سره وی، د افغانستان اساسی قانون ته درناوی وسی، هر ډول تروریستی فعالیت پریږدی او د تروریستی ډلو سره خپل فعالیت قطع کړی.
هغه وویل مخکی افغانستان حکومت د روسیی او طالبانو د اړیکو څخه اندیښنی درلودی او اوس روسی مقامات اعلان کړی دی چی ددی اړیکی څخه مشصد، د طالبانو تشویق و سولی روند ته د یوځای کیدو لپاره دی.
ښاغلی غورزنګ زیاته کړه چی د طالبانو د تشویق ترڅنګ د سولی د روند سره د یوځای کیدو لپاره، افغانستان د روسیی څخه غوښتی دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو په تجهیز سره د افغانستان ګواښ ډلو سره د مبارزی لپاره، مرسته وکړی.
کارپوهان وایی چی  دحنیف اتمر او ملی امنیت شورا موضع نیونه د روسیی په نقش کی د طالبانو د ترغیب لپاره وسولی ته، شکاره کوی چی د طالبانو او نورو تروریستی ډلو په وړاندی د دولت اخیرني سخت او تند عکس العمل بالخصوص د سردار داوود خان پر روغتون باندی د برید وروسته چی د غیری رسمی ادعاوو له مخی پکی لږ ترلږه ۱۰۰ تنه شهیدان سو؛ خو دولت یواځی د ۵۱ تنو شهید کیدنه اعلان کړ، دولت تر اوسه هم د طالبانو سره د سولی په برخه کی هیله مند دی او همدا دلیل، د افغانستان سولی روند ته نوی لوبه کوونکی په واردیدو سره، د دولت دا هیله مندتوب او خوشبینی بیا ژوندی کیږی.
د پوهانو په نظر، د کابل ګرم استقبال د مسکو د مواضعو څخه د طالبانو د تشویق په برخه کی د سولی د روند سره د یوځای کیدو لپاره د همدی امر څخه دی او دا په داسی حال کی دی چی د ملی وحدت حکومت مشران، د کابل د اخیر برید وروسته چی دولت همدارنګه خارجی همپیمانان باور لری چی د طابانو کار وو نه د داعش، په رسمی ډول سره اعلان کړ چی د طالبانو ځواب به په توفنګچی او اور سره به ورکړی او دا ډله، خپل جنایتکارانه اقدام سره، ټوله فرصتونه او زمینی د سولی په برخه کی له منځه یووړل.
په دی وصف سره، منتقدان وایی چی دا نظر په شکاره ډول سره د افغانستان موضع ګیری سره د روسیی او طالبانو اړیکو په وړاندی او ددی هیواد غوښتنه د طالبانو څخه د سولی و روند سره دیوځای کیدو لپاره د افغانستان دولت په مشری او  اساسی قانون په چهارچوکاټ کی، نقض سو. او کابل د ۴۰۰ بستریزه روغتون برید باندی د مظلومانو شهیدانو باندی په سترګی پټولو سره، همدارنګه د تروریستانو او د افغانستان خلګو قسم خوړلی دشمنانو سره سولی ته هیله مند دی؛ په دی توپیر چی ددی ځله روسی نسخه غواړی سوله وآزمایی؛ تازه نسخه چی تراوسه په خطا کی قرار نه دی نیولی.
خو پښتنه په دی ځای کی دی چی آیا روسان لپاره لازم توان او پتانسیل څخه طالبانو راوستلو لپاره د مذاکری په میز کی هغه مخکی شرطونه لپاره چی مطرح کړی دی، برخمن دی؟
آیا طالبان، د روسانو دا غوښتنه به جدی ونیسی؟
آیا د روسانو او طالبانو اړیکی تر دی حده قوی دی چی دی غوښتنو ته اجابت ځواب ورکړی؟
آیا روسیه ددی غوښتنی په سرته رسولو کی صادق او مصمم دی؟
آیا پاکستان او د طالبانو او تروریزم نور ملاتړ کوونکی، دا اجازه به ورکړی چی طالبان، د روسانو غوښتنه تر توجه لاندی ونیسی؟
داسی ځوابونوته د رسیدو لپاره باید وخت ته وکتل سی؛ خو هغه څه چی د تحلیلګرانو په نظر، مسلم په نظر رسیږی دادی چی روسان د قدرمنده او نافذ او اثرګذاره دیپلماسی څخه برخمن نه دی. په عامیانه ډول سره، د روسیی دیپلماسی په کافی اندازی سره د شیطنت، مدرن تزویر او چم او فریب څخه بی برخه دی. دا په داسی حال کی دی چی د غربی مدرن دیپلماسی په اړه، دا د اصلی عناصرو او شاخصو څخه بلل کیږی.
روسان ډیر عملګرا دی. روسیه که قدرت لری د پراخ ځمکه، قاره پیما موشکونه او درانده تجهیزاتو او نظامی پرمختګونو څخه دی نه پیچلتوب او دیپلماسی قدرت او مهارت څخه په شیطنت سیاست آمیز چم او فریب سره.
په همدی دلیل، تر نظر لیری معلومیږی چی روسی سوله، ښه لاسته راوړنه د افغانستان د دولت لپاره ولری؛ دی ته په کتو سره چی طالبان، یواځی روسیی پوری اړه نه لری. ډیر قدرتونه په مختلفو ګټو سره د روسیی سره، پر طالبانو باندی نفوذ لری او دا ډله، خپل ګتی او منفعت په اساس، ګټه اخلی.


د مطلب کود: 139557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139557/روسی-سوله-په-لاره-کی-دی

آوا
  https://www.avapress.com