کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوړو زده کړو په موسسوکې د نيالګيو د ايښودلو کار پيل شو

1 حمل 1396 ساعت 20:30

د لوړو زده کړو په موسسوکې د نيالګيو د ايښودلو کار د لوړو زده کړو د وزيرې له خوا د څو نيالګيو په ايښودلو سره پيل شو .


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، په دغه پروګرام کې چې د لوړو زده کړو وزارت معينان، رييسان او يوشمېر کارکوونکو هم ګډون کړى و؛ د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند د لوړو زده کړو وزارت، د کابل پولي تخنيک پوهنتون او د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزني د پوهنتون په انګړکې د څو نيالګيو د ايښودلو په ترڅ کې وويل چې ښکلي او سمسورچاپيريال د لوړو زده کړو د مرکزونو يوه اړتيا ده او دغه پروګرام يې د پوهنتونونو د چاپيريال د سمسورتيا او د پارکونو د جوړولو لپاره ترلاس لاندې نيولى دى.
دې له محصلانو او استادانو څخه وغوښتل چې د نيالګيو د ايښودلو په پروګرام کې فعاله ونډه واخلي او د خپل ژوندانه د چاپيريال په سمسورتيا کې دې هلې ځلې وکړي.
ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې زر نيالګي چې د کرنې وزارت له خوا ورکړ شوي دي؛ کيښودل شي .


د مطلب کود: 139588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139588/لوړو-زده-کړو-په-موسسوکې-د-نيالګيو-ايښودلو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com