د پاکستان دولت پرون سهار د سه شنبه په ورځ ۱۳۹۶ د حمل په لومړۍ نیټه د افغانستان سره مسدود سوی مرزونه بیرته د افغانانو په وړاندی خلاصه کړه.
پاکستان خپل مرزونه د افغانستان سره خلاص کړ
2 حمل 1396 ساعت 9:56
د پاکستان دولت پرون سهار د سه شنبه په ورځ ۱۳۹۶ د حمل په لومړۍ نیټه د افغانستان سره مسدود سوی مرزونه بیرته د افغانانو په وړاندی خلاصه کړه.
د آوا د خبرګزاری له مخی، د تورخم مرز د ننګرهار ولایت او سپین بلدک د قندهار ولایت سره پرون سهار د خلګو او موټرونو د تللو او راتللو پر مخ خلاص سوی دی.
پاکستان د کابل او اسلام آباد د عکس العملونو په لړ کی په پاکستان کی د تروریستی بریدونو لپاره، خپل مرزونه د افغانستان سره وتړل.
د پاکستان د مرزونو په تړل کیدو سره د غذایی توکو قیمت د افغانستان په بازارونو کی څو برابره ډیر سو.
د ګزارشونو په اساس په حاضر حال کی هغه کسانو ته د تیریدو اجازه ورکول کیږی چی پاسپورت ولری.
د مطلب کود: 139596