دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 139663
ایران، پولې ته نږدې وسلوالو طالبانو ته روزنیزم مرکزونه جوړکړي
کشفي رپوتونو په ډاګه کړې، چې ایران له افغانستان سره پولې ته نږدې وسلوالو طالبانو ته روزنیزم مرکزونه جوړ کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د فراه امنیه قومندان ګلبهار مجاهد وایي ، چې روسیه د ایران په همکارۍ په دغو پوځي مرکزونو کې وسلوالو طالبانو ته وسلې او تجهیزات برابروي.
د نوموړي په وینا؛وسلوال طالبان په دغه ولایت کې د ایران او روسیې لخوا روزل کیږي او پرمختللې وسلې ورکوي.
د فراه والي مرستیال محمد یونس رسولي ویلي، چې ایران په زابل، خراسان او نی بندان سیمو کې وسلوالو طالبانو ته روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
فراه له ایران سره شا او خوا درې سوه کیلومتره پوله لري.
په پام کې ده، چې له ترکمنستان څخه به د ګازو ستره نللیکه هم د فراه ولایت له بالابلوک ولسوالۍ څخه تېره او پاکستان ته وغزول شي.
دغه راز تمه ده، چې د بخش آباد د ابو لوی بند هم په دغه ولایت کې و رغول شي، چې د سیمه ییزو چارواکو په باور ایران غواړي دغو پروژو ته ستونزې را پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه راپور په اړه په کابل کې د ایران سفارت تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خوله دې مخکې ایران له وسلوالو طالبانو سره د خپلو تماسونو پخلی کړی و.
https://avapress.com/vdcd9n0fsyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته