کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آمریکایی نظامیان، افغانان د ساعت تیریو لپاره په قتل رسوی

5 حمل 1396 ساعت 10:05

ځینی سرتیری د قربانیانو د بدن غړي د سوغات په عنوان د ځان سره وړی دی او د وژل سوو د جسدونو سره یادګاری عکسونه به یی اخیستلی.


د آوا د خبرګزاری له مخی د ګاردین څخه په نقل سره، جرمی مورلوک آمریکایی سرتیری خپل غړیتوب په اړه د قاتلینو په ډله کی اعتراف کړی دی. ددی ډلی غړی، افغان غیری نظامیان د ساعت تیریو لپاره په قتل رسولی.
جرمی نظامی محکمی د پوښتنی په ځواب کی وویل: زموږ برنامه د خلګو په قتل رسول وو.
ددی قضیی تورن زیاته کړه: دا جرمونه په زمانی مقطع کی د جنوری میاشت څخه تر ۲۰۱۶ کال پوری صورت نیولی دی او د کلوین ګیبس افسر په واسطه برنامه ریزی، طرحه او هماهنګ سوی وو. هغه مختلف پیچلی سناریویی پیشنهادولی. غیری نظامی منطقی د هدف په توګه انتخابیدلی او د خلګو د وژلو روسته باید مو داسی شکاره کړی وای چی د تروریستانو په مرسته په قتل رسیدلی دی.
مورلوک د دری تنو په قتل باندی اعتراف وکړ او ددی احتمال سته چی د ۲۴ کالو په حبس باندی محکوم سی او د همکاری لپاره چی تحقیقاتو ته د رسیدو لپاره ترسره کړه، هغه ته د اوو کالو وروسته د مشروط آزادی حق به ورکړل سی.
د ګاردین ګزارش په اساس، ځینی سرتیری خپل قربانیانو بدن غړی د سوغات او تحفی په عنوان د ځان سره وړی دی او د وژل سوو جسدونو سره به یی یادګاری عکسونه اخیستل چی دا عکسونه ځینی غربی رسنۍ خپور کړی دی.
د آمریکا ځواک د یو بیانیی د اعلان په لړ کی ددی جرایمو په اړه، د قربانیانو د کورنیو څخه بخښنه غوښتۍ دی.


د مطلب کود: 139675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139675/آمریکایی-نظامیان-افغانان-د-ساعت-تیریو-لپاره-په-قتل-رسوی

آوا
  https://www.avapress.com