کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په روسیه کې د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه

5 حمل 1396 ساعت 10:37

امریکا د افغانستان په اړه د روسیې په کوربتوب د جوړیدونکې غونډې بلنه رد کړه.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي؛ امریکا په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې هېوادونو د غونډې کوربتوب ته غاړه ایښې؛ خو پر دغه هېواد تور دی، چې له طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرارت دغه غړي په ډاګه کړې، چې د روسیې د دې غونډې پر موخه نه پوهیږو؛ ځکه له امریکا سره پرې مشوره نه ده شوې.
که څه هم امریکا به له روسیې سره د افغانستان شپاړس کلنې جګړې ته د حل لارې په موندلو کې کار وکړي او دا مساله به په راتلونکې میاشت کې له خپل روسي سیال سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کې مطرح شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا وایي، چې یو پاکستانی پلاوی به دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، چې دغه پلاوی به د کومې کچې وي.
اسوشیتید پرس څرګنده کړې، چې اسلام آباد د طالبانو له اووه مشرانو غوښتي، چې سولې ته کیني.
سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، چې اسلام آباد غواړي له دې لارې د امریکا له بندیزونو تېښته وکړي.
د مسکو جوړیدونکې غونډې ته له افغانستان، پاکستان، ایران، هند او د سیمې له ځینو نورو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې خپل استازي ور ولیږي.
یو سو شمېر کارپوهانو په ډاګه کړې، چې په دې غونډه کې د امریکا او ناتو د نورو غړیو هېوادونو نه ګډون به د غونډې اغېز او ګټې را کمې کړي.
د یادونې وړ ده ، چې مسکو به په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه د جوړیدونکې غونډې کوربه وي.


د مطلب کود: 139682

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139682/امریکا-په-روسیه-کې-د-جوړیدونکې-غونډې-بلنه-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com