د ننګرهار ولایت کي په روداتو او بټيکوټ ولسوالیو کې د کوکنارو ۴۰۰ جریبه فصل ویجاړشو.
ننګرهارولایت کي ۴۰۰جریبه ځمکه کوکنارو له منځه وړلوشوي دي
7 حمل 1396 ساعت 16:47
د ننګرهار ولایت کي په روداتو او بټيکوټ ولسوالیو کې د کوکنارو ۴۰۰ جریبه فصل ویجاړشو.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین په پیل سره پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي. د ننګرهار والي د دفتر نه خبر شوی خبرپاڼه کی راغلی دی، د یکشنبه په ورځ په بټيکوټ، روداتو، غنيخېلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاین پېل شو. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کښتونه، پرون په بټي کوټ، روداتو، غني خیلو، نازیانو او اچین ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت ضد کمپاین پیل شو. په ننګرهارکې له مخدره موادو سره د مبارزې رئیس ویلي چې د هغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې به پر نېږدې ۱۵ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار لهمنځه یوسي.
د مطلب کود: 139818