دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 139875
کندهار ولایت کي ۲۲ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی ډي
د کندهارچارواکي وايي، په دی ولایت کې د افغان پوځ او وسله والو ترمنځ جګړه شوی دی. د دی ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې هغه محاله رامنځ ته شوې، چې وسله والو د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک وایی، په دې بریدکې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې طالب وسله ‎والو ته هم درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا، چې وسله والو طالبانو پرون د کندهارولایت خاکریز ولسوالۍ په تیک ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۳ تنو افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خپلواک ویلی، په دې برید کې ۵ نور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
په دی حال کي د کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار هم ویلی، د وسله والو طالبانو د سرې قطعې په نوم لسګونه وسله وال له هلمند څخه راغلي و او د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په شیرین آب سیمه کې یې د ملي اردو پر پوستو ډلیز بریدونه کړي.
سرچینو زیاتیوی، په دغه جګړه کې ۲۲ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdciy3azwt1apv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته