کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال محمد معین فقیر د اختلاس په تورنیول شوی دی

8 حمل 1396 ساعت 15:24

لویه څارنوالي ویلی، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ځانګړي مرکز د افغان پوځ یو پخواني قوماندان د غلا او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تورنیولی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ۲۱۵ میوند قول اردوقومندان، ډګرجنرال محمد معین فقیر په هلمند کې له واکه د ناوړه ګټې‎ پورته کولو او د اختلاس په تورنیول شوی دی.
له فساد سره د مبارزې اوعدلي او قضايي مرکز کې یوه سرچینه په دی اړه زیاتیوی، چې ښاغلي فقیر د پوښتنو لپاره دې مرکز ته غوښتل شوی وه او وروسته یې پلچرخي زندان ته استول شوی.
سرچینو وایی، دغه پوځي قوماندان د هلمند د قول اردو پخوانی قوماندان دی، چې د ډګر جنرال رتبه لري.
د هغه په وینا، چې دوسیه ترڅېړنې لاندې ده او د تحقیقاتو په رڼا کې به دا روښانه شي چې پرې لګول شوي تورن څومره ثبتيږي او هغه پيسې له دندې څخه د ناوړې ګټې په خاطر په لاس راوړي دي څومره دي.


د مطلب کود: 139877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139877/جنرال-محمد-معین-فقیر-د-اختلاس-په-تورنیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com