کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ۱۵ طالب جنګیالیو وژل کېدل

9 حمل 1396 ساعت 10:29

د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ ۱۵ وسله‎وال طالبانو وژل شول او ۵۱ تنه نور یې ټپيان شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند په دې اړه وویل چې دغه طالبان هغه مهال مړه او ټپيان شول چې تېره ورځ یې د بالامرغاب ولسوالۍ په درویش،محمدیان او ګنده اب سیمو یې ډله‎ییز بریدونه وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ جګړه تر نیمې شپې پورې دوام درلود.
هغه زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د ملا ښایسته خان او ملاناصر په نومونو دوه مخالفو وسله‎وال قومندانان هم وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند په دغو نښتو کې یوازې د دوه پوځيانو ټپي کېدل تاييدوي.


د مطلب کود: 139909

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139909/د-بالامرغاب-په-ولسوالۍ-کې-۱۵-طالب-جنګیالیو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com