دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 139973
په ادارو کې سرپرستۍ؛مجلس دنویو وزیرانو نه معرفي کېدل سپکاوی وباله
د افغانستان د پارلمان اداري پلاوي او یوشمېر نورو غړو د چهارشنبې په ورځ(د کب په ۹مه)د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې غړو سره ژمنه کړې وه چې د دغې اوونۍ په لړ کې درې تنه د سترګې محکمې د غړیتوب او څو نوماند وزیران به ولسي جرګې ته معرفي کړي،خو اوس اوونۍ پای ته رسېدلې او ولسمشر په خپلې دغې ژمنه عمل ونه کړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ولسي جرګې کابو شپږ میاشتې مخکې په بې مخینې اقدام سره د کابینې اوه وزیران بې واکه کړل.
حکومت د ولسي جرګې دا پریکړه ونه منله او له سترې محکمې یې وغوښتل چې په دې اړه قانون تفسیر کړي، خو تراوسه په دې اړه د محکمې د پرېکړې پایله اعلان شوې نه ده.
په دې لړ کې د ولسي جرګې استازي دغه ۷ وزیران سرپرستان بولي او د دوی په وینا د دغو سرپرستیو د پای ته رسولو او د نویو نوماند وزیرانو د بې له ځنډه معرفي کولو غوښتونکي دي.
د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري په دې اړه وویل:«د سرپرستۍ موضوع د افغانستان د خلکو په حق کې یوه جفا ده او له بده مرغه قانون او مقرراتو ته هم سپکاوی دی.»
پر ۷ بې واکه شویو وزیرانو سربېره چې له کابو ۶ میاشتو راهیسې سترې محکمې د دوی په اړه پرېکړه نه ده کړې، د کانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو استعفاء کړې او د قومونو او قبایلو چارو وزیر هم د ننګرهار والي شو دا درې وزارتونه هم له څو میاشتو راهیسې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.
د ولسي جرګې بل غړي فرهاد عظیمي هم وویل:«په ادارو کې د سرپرستانو شتون او همدارنګه د یو شمېر بې واکه شویو وزیرانو برخلیک چې لږ تر لږه په پارلمان کې یې برخلیک روښانه نه دی د ادارې د پرمختګ او همدارنګه پراختیا بهیر ته زیان رسوي.»
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي:«زموږ غوښته په جدي بیا هم له ولسمشر څخه دا ده چې په خپلې وعدې ژمنه وکړي او ژر تر ژره دغه وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي.»
ولسمشرۍ دفتر په دې اړه څه نه وايي خو اجراییه ریاست داسې نظر لري.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«دننه په حکومت کې په دې اړه بحث وشو او پر دې کار جریان لري او په نېږدي راتلونکي کې وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.»
له دې سره سره ولسمشر نرګس نهان د کانونو وزارت لپاره نومانده کړې او همداراز ځینې سرچینې وايي چې ډېر ژر به په کابینه کې بدلونونه رامنځته شي، لکه څنګه چې په دې ورځو کې د یو شمېر کسانو نومونه چې ښايي د وزارتونو او سترې محکمې لپاره به نوماند شي په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي.
https://avapress.com/vdchqwnzx23nxwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته