د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د دفاع وزارت په خبری بیانیه کی راغلی دی چی ددی وژل سوو کسانو کی، د طالبانو ۸ محلی قوماندانان هم شامل دی. همدارنګه ۸۳ تنه مخالف مسلحه کسان ټپی او ۹ تنه نور هم نیول سوی دی.
ددی بیانیی په اساس، دا عملیاتونه د کاپیسا، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، غزنی، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کی ترسره سوی دی.
په دی مواردو کی، د ننګرهار ولایت خوګیانی ولسوالی پیراخیل قریی او انګوره ساحه کی په یو عملیات کی، ۲۷ تنه مسلح مخالفان د ملا ذاکر عادل، د طالبانو یو برجسته قوماندان او څلور محلی قوماندانانو په شمول وژل سوی او ۷ تنه نور هم نیول سوی دی.