د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د سولې له بهیرسره د دغو کسانو یوځای کېدل،د بلخ په درې ولسوالیو او همدارنګه د سرپل او جوزجان ولایتونو په نسبي امنیت کې اغېزه لرلای شي.
هغوی وايي چې د طالبانو دوه لوړپوړي قومندانان د خان محمد او داواجان په نامه له خپلو وسلهوالو کسانو سره د قومي مشرانو او ولسي جرګې د غړو او امنیتي ځواکونو په هڅه خپلې وسلې په ځمکه ایښي او د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل:«د دغې ډله له یوځای کېدو سره چې کابو ۲۰۰ تنه دي کولای شي چې بلخ او ګاونډیو ولایتونو د ښه امنیت لامل شي.
د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید هم په دې اړه وايي:«موږ باید د الله په رسۍ منګولې ټینګې کړو او د یو بل ترڅنګ واوسو ترڅو دغه ویجاړ هېواد جوړ کړو.»
په همدې حال کې د طالبانو پخوانی قومندان خان محمد د طالبانو د تمویل سرچینو ته اشاره کوي او وايي:«طالبان د عشر او ذکات او نشهيي توکو له لارې تمویلېږي.»
له دغو ټولو سره سره هیلې دا دي چې د دغو څه باندې ۲۰۰ تنو د سولې له بهیر سره یوځای کېدل د بلخ ولایت او ګانډیو ولایتونو په نسبي امنیت کې ځانګړې اغېزه لرلای شي.