کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو سیمه ایز قوماندان هلاکت د بادغیس په ولایت کی

14 حمل 1396 ساعت 8:58

سیمه ایز مقامات د بادغیس په ولایت کی وایی: ددی ولایت د آب کمری په ولسوالی کی د طالبانو او امنیتی ځواکونو د نښتی په نتیجه کی، د طالبانو یو قوماندان وژل سوی دی.


د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، ظاهر بهاند د بادغیس والی ویاند د آوا و خبرنګارانو ته وویل: تیره شپه د طالبانو ځواکونه د ملی پولیسو په پوستو باندی برید کړی او د امنیتی ځواکونو سره نښتی دی.
هغه زیاته کړه: ددی نښتی په نتیجه ی د مبارک شاه په سیمه کی چی په آب کمری ولسوالی کی دی، زین الدین د طالبانو یو قوماندان او ددی ډلی یو بل غړی وژل سوی دی.
بهاند همدارنګه وویل: دا نښته د ۱۰ بجو څخه شروع او د سهار تر ۴ بجو پوری ادامه پیدا کړه.
هغه وویل چی په دی ۶ ساعتو نښتو کی، امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
بادغیس د هیواد د لویدیځی هیوادونو څخه دی او طالبان هر وخت په هغه ولایت کی د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی بریدونو باندی لاس پوری کوی.


د مطلب کود: 140152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140152/د-طالبانو-سیمه-ایز-قوماندان-هلاکت-بادغیس-په-ولایت-کی

آوا
  https://www.avapress.com