دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 140356
په کابل ښار کې له یو ځانمرګي برید څخه مخنیوی

حقاني ترهګرې ډلې هوډ درلود په کابل ښار کې یو نا دولتي بنسټ په نښه کړي چې د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د دوی دغه پلان کشف او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې حقاني شبکې ته د اړوند ترهګر محمد قاسم د عبدالمالک زوی له کوره څخه د ځانمرګو بریدونو یو واسکټ، ۲۱ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۵ لاسي بمونه، د چاودېدونکو توکو د برابرولو لپاره یو شمېر تخنیکي وسایل او د موټرو دوه جعلي پلېټونه تر لاسه کړي دي.

د یادو چاودېدونکو توکو په نیولو سره په کابل ښار کې له یو خونړي ترهګریز برید مخه ونیول شوه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78zpjh8exi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته