دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 140401
پاکستان ته قاچاق کیدونکي زمریان د کابل ژوبڼ ته وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی چې په کندهار کې یې پاکستان ته شپږ قاچاق کیدونکي زمریان د قاچاق کوونکو له منګولو ژغورلي او د کابل ژوبڼ ته سپارل شوي دي.

د سرحدي ځواکونو قومندان، پاسوال نعمت الله حیدري وایي شش زمریان پاکستان ته د انتقال په موخه په ډير ماهرانه ډول په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې د حمل د میاشتې په نهمه نیټه د سرحدي ځواکونو له خوا د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کې کشف او ضبط شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو زمریانو له جملې څلور یې د کابل ژوبڼ مسوولینو ته سپارل شوي او دوه نور به یې هم په نږدې راتلونکي کې وسپارل شي.

تر اوسه دا نه معلومه چې دا زمریان له کوم هیواد څخه راوړل شوي و او نه هم کوم کس په دې تور نیول شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxdyyw6djja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته