کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې او ازبکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

18 حمل 1396 ساعت 11:48

د روسیې ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ترهګرۍ، بنسټ پالنې، نشه یي توکو او جرایمو په وړاندې مبارزه نوره هم پراخه کړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د سولې په پروسه کې د مسکو او تاشکند له همکاریو خبر ورکړ.
د هغه په وینا؛ زمونږ هېوادونه یو ځای کار کوي، چې په مرکزي آسیا کې امنیت او ثبات پیاوړی شي او په افغانستان کې له ملي پخلاینې سره همکاري وکړي. هغوي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ترهګرۍ، نشه یی توکو د قاچاق او سرحدي جرمونو په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.
هغه زیاتوي، ازبکستان په سیمه کې زمونږ لپاره یو مهم هېواد دی.
د اربکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف وایي، ازبکستان د افغانستان په تړاو د روسیې له هڅو ملاتړ کوي.
نوموړی زیاتوي، ستاسې یادون سمه ده، چې په افغنستان کې سوله په ځانګړي توګه مونږ ته په ازبکستان کې مهمه ده.
سوله او هوساینه په افغانستان کې ارزښتناکه ده. مونږ به په هر ممکن ډول په کې همکاري وکړو او کوم کار، چې روسیه د افغانستان په تړاو پر مخ وړي، ترې ملاتړ کوو.
د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په اړه په مسکو کې د اپریل د څوارلسمې نېټې په جوړیدونکې غونډه کې د ازبک پلاوي د ګډون ژمنه هم وکړه او وایي؛ مونږ د هغه کار تر اغېز لاندې راغلي یو، چې دا مهال یې روسیه د افغانستان په تړاو کوي او مونږ به فعال رول په کې واخلو.
د اپریل د څوارلسمې په غونډه کې به، چې په مسکو کې جوړیږي؛ د منځنۍ آسیا هېوادونو د استازیو تر څنګ د افغانستان، پاکستان، ایران او هند استازي هم ګډون کوي، امریکا ته هم بلنه ورکړ شوې وه، خو هغه هېواد خپل ګډون رد کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د آلمان له لومړۍ وزیرې سره په تیلیفوني خبرو کې د افغانستان په اړه بحث وکړ او یو بل ته یې د همکاریو ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 140456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140456/روسیې-او-ازبکستان-د-افغانستان-سولې-په-بهیر-کې-همکاریو-ډاډ-څرګند-کړ

آوا
  https://www.avapress.com