دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 140462
په افغانستان کی به په راتلونکی کال کی داعش له منځه ولاړ سی
ددی سره سره چی هره ورځ د داعش د فعالیتونو څخه په هیواد کی ګزارشونه خپریږی؛ خو ناتو وایی چی د داعش تروریستی ډله په افغانستان کی په راتلونکی لمریز کال کی به له منځه ولاړ سی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، ویلیم سلاوین د ناتو ویاند نن پنجشنبه په یو مشترک خبری ناسته کی وویل: هغوی په دی هڅه کی دی چی په جاری کال کی داعش په افغانستان کی له منځه یوسی تر څو افغانستان د نورو تروریستانو ځای جوړ نه سی.
ښاغلی سلاوین زیاته کړه: د ۹۵ لمریز کال کی د داعش دوه دری سلنه نیول سوی سیمی بیرته نیول سوی دی او ددی ډلی غړی هم ۵۰ سلنه کم سوی دی.
د ناتو ویاند زیاته کړه چی په ۹۶ کال کی هڅی رواندی دی چی ټوله منطقی بیرته د داعش د تروریستی ډلی څخه بیرته ونیول سی.
هغه وویل چی تیره میاشت کی امریکا ۷۹ عملیاتونه د داعش پر ضد په ننګرهار کی ترسره کړی دی چی په نتیجه کی ۲۰۰ تروریستان له منځه تللی دی.
د ناتو د ویاند د خبرو په اساس؛ د داعش تروریستی ډله د ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوری غړی په افغانستان کی لری چی ډیر یی په ننګرهار او کنړ کی دی.
هغه وویل چی د داعش تروریستانو سره جدی مبارزه به ددی سبب سی ترڅو هغه تروریستان چی په عراق او سوریه کی د ماتی سره مخ سوی دی افغانستان ته پناه یونه سی.
د ناتو ویاند همدارنګه وویل چی د ۲۰۱۷ کال به د چالشونو ډک وی او ناتو به د امنیتی او دفاعی ځواکونو سره په زده کړو او مشورت او مرسته کی همکاری وکړی تر څو د تروریستانو په وړاندی مبارزه وکړی.
هغه سردار داوودخان روغتون ته هم اشاره وکړه او زیاته کړه چی ناتو د محمد داوود خان روغتون د بیا جوړونی لپاره د ۲.۷ میلیونو دالرو په اندازه لګښت کړی دی او ۹۰ سلنه بیاجوړونه هم ترسره سوی دی.
په همدی حال کی وزیری، د دفاع وزارت ویاند چی په ناسته کی حضور درلود د شورشیانو سره په ګرما فصل کی د مبارزی لپاره د پوره آمادګی ته په اشاری سره وویل چی په سړه میاشتو کی مو هم ډیری لاسته راوړنی درلودی.
ښاغلی وزیری زیاته کړه چی قول اردوګانی ۸۰ سلنه اکمال سوی دی او په ګرما فصل کی د جنګ لپاره پوره آمادګی لری.
هغه زیاته کړه چی په تیرو ۱۵ ورځو کی، اردو په ورځ کی ۱۲ رشتی عملیات، کماندو په ورځ کی ۶ رشتی عملیات، ۹۲ هوایی بریدونه د تروریستانوپه وړاندی ترسره کړی دی.
وزیری وویل چی په دی وخت کی ۲۸ شپنۍ عملیاتونه هم ترسره سوی دی چی ښه نتیجی یی درلودی.
د هغه په وینا اردو په څو سړو میاشتو کی هم د داعش تروریستی ډلی ۹۶ تنه غړی په هلاکت رسولی دی.
https://avapress.com/vdccexqsi2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته