کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د القاعده شبکې درې غړي ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1396 ساعت 13:12


د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې د القاعده شبکې درې غړي د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، د یوه هوایي برید په پایله کې د د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د القاعده شبکې درې تنه ووژل شول.

پکتیکا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

په همدې حال هغه زیاته کړه، چې د یوه بل هوایي برید په نتیجه کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمه کی د داعش لس تنه ووژل شوي.

د جنرال وزیري په وینا، په شمالي کندز ولایت کې هم د یوه هوایي برید په پایله کې د طالبانو اته تنه ووژل شوي او دوه تنه یې ټپی شوي دي.

جنرال وزیري وایي، په دغه هوایي برید کې د طالبانو یوه قرارګاه او وسلې هم له منځه تللې دي.


د مطلب کود: 140605

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140605/پکتیکا-کې-د-القاعده-شبکې-درې-غړي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com