دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 140642
په ننګرهار کی د یو تروریستی برید څخه مخنیوی
د داخلی وزارت د تروریزم سره مبارزی پولیس، په ننګرهار کی د یو چاودیدونکی موتر د چاویدو مخه ونیوله.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، تروریستان قصد درلود چی د یو چاودیدونکی موټر څخه په ګټی اخیستنی سره یو انتحاری مرګباره برید د ننګرهار په ولایت کی سازماندهی کړی چی ددی برید مخکی، چاودیدونکی موټر کشف او خنثی سو.
دا موتر چی په هغه کی د سل کیلوګرامه څخه ډیر چاودیدونکی تومی ځای پرځای سوی دی، په یو خاص عملیات کی د داخلی وزارت تروریزم سره مبارزی خاصو پولیسو له خوا د ننګرهار غنی خیل ولسوالی مربوطاتو کی کشف او خنثی سو.
تروریستان په دی آخیرو کی ډیر تلفات د هیواد په بیلابیلو ګوټو کی لیدلی دی او غوښتله چی ددی تروریستی برید په واسطه دا تلفات جبران کړی چی خوشبختانه د تروریزم سره مبارزی ملی پولیسو ځواکونو په واسطه دا تروریستی برید خنثی سو.
https://avapress.com/vdcc0xqsi2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته