دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 140647
کندز کې بې‎پیلوټه الوتکې برید کې د ۱۲ طالب وسله‎والو وژل کېدل
د پامیر ۲۰مې فرقې درستیزوال، بریدجنرال سید قربان موسوي ویلي دي چې په کندز ولایت کې د غوڅ ملاتړ هوايي برید په پایله کې ۱۲ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ښاغلي موسوي څرګنده کړه، په دې برید کې ۶ بهرني ترهګر او د کندز ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي، اسدالله مظلوم‎یار هم وژل شوي دي.
ده زیاته کړې ده چې شنبې( د وري۱۹مه) وروسته له غرمې یوې بې‎پیلوټې الوتکې د کندز پر دشت‎ارچي ولسوالۍ برید وکړ چې په پایله کې یې یاد شمېر وسله‎وال ووژل شول.
ښاغلي موسوي څرګنده کړه، په دې برید کې ۶ بهرني ترهګر او د کندز ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي، اسدالله مظلوم‎یار هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdchkvnzq23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته